د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې «شروفساد» بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتې وې.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن یکشنبه ادعا کړې چې د طالب ځواکونو له خوا په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول شول.
په دغه بیان کې دا هم راغلي چې اکثر دا کسان پخواني افغان پوځیان وو چې پاکستان ته له تګ وروسته هلته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي وو.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه چې ګواکې دا کسان یې له دوی سره د جنګ لپاره افغانستان ته لیږلي څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومتي رسنیو له هغې ډلې باختر خبري اژانس او ملي ټلویزیون هم په دې اړه بیلابیلې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې د یو شمېر کسانو نیول او اعترافونه ښيي.
په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال ادعا کوي چې د "ازادۍ جبهې" د پیسو د ورکړې په پلمه له ایرانه پاکستان ته غوښتی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته اړولی.
په یوه ویډیو کې یو طالب چارواکی له نیول شویو سره په لاس روغبړ کوي او هر يو په نوبت د خپلو سیمو په اړه لنډ معلومات ورکوي.
خو ځینې نورې ويډیوګانې بیا د یو لړ تشدد ښکارندويي کوي داسې چې د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه ښيي او طالب جنګیالي یې سر ته ولاړ دي.
ازادي راډیو په دې تړاو خپرې شوې ویډیوګانې هم نه شي تاییدولی.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د کامدیش لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال مفتي محمد داوود مورال په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خپره کړې هلته د وروستیو پېښو په اړه ویلي:
«پرون د «شروفساد» ډلو حمله کړې وه په کامدیش ولسوالۍ ګوردیش ساحه کې. تقریباً ۴۲۰ کسان راغلي وو. په دوی کې ۲۵ کسان ژوندي نیول شوي. تقریباً لسو څخه زیات او تر شلو کم کسان مړه دي. نو ساحه مکمل د مجاهدینو په کنټرول کې ده. امنیت سل په سلو کې تامین دی. هېڅ ستونزه نشته»
اخوا د طالبانو یوې عمده مخالفې وسله والې ډلې (د افغانستان ازادۍ جبهې) ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د شنبې په سهار د نورستان په کامدیش کې له طالبانو سره نښتې پیل کړي دي.
دې جبهې په خپله ایکس پاڼه په بیان کې ادعا کړې چې طالبانو لومړی په دوی د ډرون په مټ بریدونه وکړل خو د دوی جنګیالیو یې په وړاندې مقاومت وکړ او طالب ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل.
دې جبهې ادعا کړې چې ګڼو طالب ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده او د نورستان د کامدیش او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ ځینې سیمې د دوی لاس ته لوېدلي دي.
د طالبانو یوې بلې مخالفې وسله والې ډلې (د افغانستان ملي مقاومت جبهې) هم له آزادۍ جبهې خپل ملاتړ ښوولی.
خو د جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطامحمد نور دغو تحولاتو ته په غبرګون نیوکه کړې چې ولې ځوانان د مرګ خولې ته اچول کېږي.
د پردیو د خوښۍ او د شهرت لپاره په عجولانه پروګرامونو سره اړمن ځوانان د مرګ خولې ته مه اچوئعطامحمد نور
نور زیاته کړې چې چریکي او ګوریلايي جګړې د ده په باور یوه ستراتیژيک لیدلوري، تجربې او ګډ کار ته اړتیا لري نه دا چې د بهرنیو قدرتونو د نیابتي ډلو په توګه عمل وشي.
ازادي او مقاومت جبهې لا د عطا محمد نور دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې هم د دوی تر منځ اړیکې سړې بلل شوي.
په تیره جولای میاشت کې هم د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او ازادۍ جبهې د جنګیالیو تر منځ نښتې وشوې.
هغه وخت هم طالبانو ادعا کړې وه چې دا کسان د پاکستان له خوا تجهیز او د بریدونو لپاره افغانستان ته استول شوي و.