د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې «شروفساد» بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتي وې.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن یکشنبه ادعا کړې چې طالب ځواکونو له خوا په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول شول.
په دغه بیان کې دا هم راغلي چې اکثر دا کسان پخواني افغان پوځیان وو چې پاکستان ته له تګ وروسته هلته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي وو.
پرون شنبه د طالبانو یوې مخالفې ډلې (د افغانستان د خپلواکۍ جبهې)ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۴ سوه بللی چې افغانستان ته یې د ننوتلو هڅه کړې.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په تیره جولای میاشت کې هم د طالبانو د همدغې مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه اوښتني وو.