د جرمني حکومت په پام کې لري چې نژدې راتلونکې کې شاوخوا ۵۰۰ نور افغان کډوال هم له دې هېواده وباسي.
له دې ډلې ډایزیت اونیزې پرون شنبه د (میزان۴مه) راپور ورکړی چې د روان کال د جولای له ۸مې د سپټمبر تر۱۸مې د جرمني پولیسو ته ۴۸۸ افغان کډوال د اخراج لپاره ورپیژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ۲۶۷ يې هیڅ ډول جرمي دوسیه او مخینه نه لري.
د جرمني حکومت په وروستیو کې افغانستان ته د افغان کډوال د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.
که څه هم د جرمني حکومت ادعا لري چې یوازې مجرم افغان کډوال اخراجوي، خو راپورونه ښيي چې داسې افغانان هم د اخراج په نوملړ کې دي چې جرمي سابقه نه لري، خو د پناغوښتنې قضیې یې رد شوې دي.
جرمني په دې وروستیو کې څو ډلې افغان کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.