د طالبانو حکومتي رسنۍ ادعا کوي چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ ته ورغلي وسله وال د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا روزل شوي دي.
له دې ډلې باختر خبري اژانس نن یکشنبه ( د میزان/تلې ۵مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغو کسانو کې د پخواني جمهوري نظام یوشمېر هغه سرتیري هم شامل دي چې ایران او نورو هېوادونو کې اوسېدل.
پرون شنبه د طالبانو مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
باختر اژانس په جګړه کې نیول شویو کسانو ته منسوبې ویډیوګانې هم خپرې کړي.
په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال ادعا کوي چې د "ازادۍ جبهې"د پیسو د ورکړې په بهانۍ له ایرانه پاکستان ته غوښتی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته اړولی.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۴ سوه بللی چې افغانستان ته یې د ننوتلو هڅه کړې.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په تیره جولای میاشت کې هم د طالبانو د همدغې مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه اوښتني وو.