د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان سیمه کې نن مازیګر د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په چاودنه کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د پولیسو چارواکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته تایید کړې چې چاودنه درازنده سیمه کې امن میلې امنیتي پوستې ته نژدې شوې ده.
دا سیمه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ترمنځ لویه لار ده.
لومړني راپورونه ښيۍ چې له چاودونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر پوسته ورغلی او چاودنه يې کړې ده.
دا پوسته په سیمه کې یو ګمرګ ته نژدې ده.
د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شویو کې د ګمرګ شپږ کارکوونکي، او پنځه ملکیان چې دوه تنه يې ښځې، دوه يې نارینه او یو ماشوم شامل دي.
دې ادارې ویلي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.