والسټریټ ژورنال: امریکایي چارواکو ویلي چې ټرمپ د تهران نوې طرحه ردکړې ده

په داسې حال کې چې واشنګټن تراوسه په ښکاره د تهران هغې طرحې ته ځواب ندی ویلي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې وړاندې کړې خو راپورونه وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا وړاندیز رد کړی دی.

د هرمز تنګی چې د نړۍ د تېلو د اکمالاتو یوه مهمه سمندري لار بلل کیږي، د امریکا او ایران ترمنځ د شاوخوا اوه میاشتنیو شخړو په اصلي محورکې ده. که څه هم دغه جګړه اوس په ټپي دریدلي حالت کې ده خو ورسره روانه اونۍ د منځګړیتوب نوې هڅې شوې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې وویل: "ایران د قطر له لارې متحدو ایالتونو ته یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه رسولې ده. که لازم شرطونه پوره شي، تنګی بېرته پرانیستل کېدای شي او عادي سمندري تګ راتګ په اوو ورځو کې بېرته پیل کېدای شي."

هغه زیاته کړه: "اوس انتخاب په متحدو ایالتونو پورې تړلی. ایران زور، ګواښ او وېرول نه مني او تر فشار لاندې به د خپل حاکمیت له حقونو تېر نه شي."

د راپورله مخې عراقچي د ولسمشرټرمپ له استازي سټیف وېټکاف سره خبرې کړې وې او د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې شرطونه وړاندې کړي وو.

خو د عراقچي له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو امریکایي چارواکو په حواله چې له موضوع خبر دي، راپور ورکړ چې ټرمپ دغه وړاندیز رد کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ولسمشر شک لري چې تهران به د نوموړې غوښتنې ومني او په دې باور دی چې احتمال لري بیا پرایران بریدونه پیل کړي.

ټرمپ پر خپلې "ټروت سوشل" شبکه کې هم د یوې نقشې انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی په دایره کې په نښه شوی او پرې لیکل شوي د "ټرمپ تنګی".

د عراقچي په وینا، د ایران په طرحه کې غوښتنه شوې چې د لبنان په ګډون په ټول منځني ختیځ کې دې ټولې شخړې د اوو ورځو لپاره ودرول شي. هغه وویل، دا شرطونه هماغه دي چې د روان کال په پیل کې له متحدو ایالتونو سره په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ذکر شوي وو.

په عین حال کې د ایران د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې مسعود پزشکیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره په کتنه کې وویل چې "ایران د خبرو مېز نه دی پرېښی خو د تېرو تجربو له امله نور پر متحدو ایالتونو باور نه لري."

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې پزشکیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې له ګډون وروسته بېرته تهران ته روان شوی دی.

د فرانسپرس د راپورله مخې د تهران په وړاندې کړو شرطونو کې په ځانګړي ډول د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول شامل دي چې لږ تر لږه ۱۲ میلیارډه ډالره اټکل شوي دي. همدارنګه ایران غواړي چې پرتیلو یې لګول شوي بندیزونه لیرې او د امریکا له خوا سمندري محاصره پای ته ورسول شي. د اوربند په اوومه ورځ به ایران د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

د ایران ولسمشر پزشکیان له سي ‌بي ‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "دا بهیر به له هماغې ورځې پیل شي چې هغوی یې ومني."

هغه زیاته کړه: "موږ مخکې د هغه تفاهم لیک پر بنسټ یوې هوکړې ته رسېدلي وو چې په پاکستان کې لاسلیک شوی و او که متحد ایالتونه ومني چې په هماغه لاره مخته ولاړ شي، هر څه به بېرته پخواني حالت ته وروګرځي."

واشنګټن او تهران په جون میاشت کې یو تفاهم‌ لیک لاسلیک کړی و چې موخه یې د جګړې پای ته رسول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو پیلول وو.

خو دغه هوکړه لږ وروسته هغه مهال له منځه ولاړه چې ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو ډزې وکړې. تهران تور لګولی و چې دغو بېړیو د ایران له خوا له ټاکل شوې سمندري لارې سرغړونه کړې وه.

ایران له بېړیو غواړي چې له هرمز تنګي څخه تر تېرېدو مخکې اجازه ترلاسه کړي او د دې غوښتنې دلیل یې امنیتي او حاکمیت اړوند مسایل بللي دي.

هغه بېړۍ چې د ایران له مقرراتو سرغړونه کوي په منظم ډول په نښه کېږي، او متحد ایالتونه هم کله ناکله د غچ اخیستنې په توګه د ایران ساحلي سیمې په نښه کوي.