سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوي بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي يې شنډ کړي

سعودي عربستان وايي، هوايي دفاعي ځواکونو يې نن شنبه د حوثي یاغیانو بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي شنډ او له منځه وړي دي.

حوثیانو دا توغندي د ریاض پر سویل لوېدیځو سیمو توغولي وو.

د سعودي د حکومت په خبره، دوه بې‌پیلوټه الوتکو په ریاض کې یو شمیر سیمې هدف ګرځولي او دوه بالستیک توغندي د خمیس مشیط پر لور توغول شوي دي.

د حوثي یاغیانو سیاسي دفتر ویلي، دا بریدونه د "جګړې د پراخیدو لپاره لومړني اقدامات" دي.

د خلیج هېوادونو د همکارۍ د شورا منشي دغه بریدونه غندلي او هغه یې د سعودي عربستان د "حاکمیت ښکاره سرغړونه" او د ملکي وګړو امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ بللي دي.

په وروستیو کې حوثیانو د سعودي د تیلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنه د حوثي یاغیانو ډله په یمن کې سره سمندرګي ته څیرمه ټولې ساحلي سیمې کنټرولوي.