په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وايي چې پاکستاني چارواکو سره په همکارۍ یې د ۲۱ ملیونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېتامفیتامین یا «شیشه» مخدر مواد کشف او ضبط کړي دي .
د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ، پر خپله ایکس پاڼه وویل چې د دې محمولې اصلي سرچینه افغانستان وه او ټاکل شوې وه چې له پاکستان څخه سریلانکا ته ولېږدول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې پورې د کراچۍ په بندر کې څو مشکوک کانټینرونه په نښه کړل او وپېژندل. دا عملیات د پاکستان او سریلانکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارو او په نوي ډیلي کې د امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دفتر په همکارۍ ترسره شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له افغانستان سره ددغو موادو تړاو رد کړ. هغه دجمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وویل چې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید، قاچاق او استعمال منع دي او دغه هېواد د مصنوعي نشهيي توکو د تولید ظرفیت نه لري.
بلخي غوښتنه کړې چې د یادې محمولې د اصلي سرچینې په اړه دې پلټنه و شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله او د تریاکو تولید کم شوي، خو افغانستان او سیمه کې د «شیشې» یا مصنوعي نشهيي توکو تولیداو کشف زیات شوی دی.