پاکستاني سرچینې په سرحدي سیمه کې د افغانستان له لوري د یو برید د شڼدولو ادعا کوي

ارشیف

د پاکستان امنیتي سرچینې وايي ددغه هیواد د «ګلستان» سرحدي سیمه کې یې د افغانستان له لوري یو برید شنډ کړی او په نښته کې د طالبانو څو غړي وژل شوي دي.

پاکستاني سرچینو د جمعې په ورځ، د میزان په درېیمه، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نښته د «ګلستان» په سرحدي سیمه کې شوې دي.

خو د طالبانو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل پاکستاني پوستو څو ډزې وکړي چې ورته ځواب وویل شو او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو ، افغان سیمه‌ییزو رسنیو تېره شپه د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې طالب ځواکونو په «سپین بولدک» کې د پاکستان پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په افغانستان کې پر ۱۰ سیمو هوايي بریدونه وکړل او وویل چې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دغو بریدونو له امله په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان به ورته په «مناسب وخت» کې ځواب ورکړي.

پاکستاني ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ هم ، پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي دغه زیاتوالی د څو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته رامنځته کېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان په کوهاټ کې د پولیسو په یو مرکز برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.

اسلام‌اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.