د فرانسې ولسمشر د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره دغه هیواد ته د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د استولو خبر ورکړ.
ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ ( تلې دویمه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې پاریس دیمن د حوثیانو له بریدونو وروسته د ینبع د ستراتیژیک بندر د ساتنې لپاره عربستان ته ، «تجهیزات او ځواکونه» استوي.
هغه وویل :«مونږ ددغو تاسیساتو د ساتنې لپاره ، د ځواکونو ، رادار او دفاعي وسایلو په شمول تجهیزات استوو».
د فرانسې ولسشمر دا هم وویل چې دغه اقدام په نښته کې د ښکیلتیا په معنا نه دی بلکه یوازې «ددغه ځای د ساتلو لپاره دی».
ینبع بندر کې د سعودي عربستان د تیلو سترې ذخیرې او تفصیه خونې دي او ددغه هیواد د « ختیځ – لویدیځ» د پایپ لاین یوه برخه ګڼل کیږي.
د څه دپاسه ۱۲۰۰ کیلومیترو په اوږدوالي دغه پایپ لاین د ورځې د ۷ ملیون بوشکه تیلو د لیږد ظرفیت لري.
د یاد پایپ لاین فعالیت وروسته لدې چې دتیرې وږي میاشتې په شلمه د عراق له خاورې د ډرون برید ورباندې وشو په احتیاطي اقدام کې وځنډول شو.