د عمران خان د پلویانو لاریون؛ اسلام‌اباد کې ۲۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي

ارشیف، اسلام‌اباد کې ځای پر ځای شوي پاکستاني امنیتي ځواکونه

پاکستاني چارواکو لسګونه زره امنیتي ځواکونه اسلام‌اباد کې ځای پر ځای کړي دي.

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته د ننوتلو او وتلو مهمې لارې د کانټینرونو په وسیله وتړلې څو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون چې پلان لري د یکشنبې په ورځ‌یې ترسره کړي، مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امنیت لپاره‌یې ۲۲ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ګاونډي ایالت، خیبرپختونخوا سره‌یې د تګ راتګ لارې هم تړلې دي.

خیبرپختونخوا کې د عمران خان ګوند واکمن دی.

د روانې اوونۍ په پیل کې د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ، نیول کېدو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

هغوی تورنې شوې دي چې "د ټولنیزو رسنیو له لارې یې پلویان هڅولي او د دولتي ادارو پر ضد یې پارونې کړې دي".