د پېښور عالي محکمې ۱۷ افغان ډاکترانو ته د تخصصي زده‌کړو د دوام اجازه ورکړه

د پېښور عالي محکمه

د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکترانو د نیول کېدو یا له پاکستانه د ایستلو مخه ونیوله.

محکمې هغوی ته اجازه ورکړې چې خپلو تخصصي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

پاکستاني «ډان» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه» راپور ورکړ چې د قاضیانو، اعجاز انور او کامران حیات میان‌خېل په مشرۍ محکمې له فدرالي حکومت او د پاکستان له طبي شورا غوښتي چې د دغو ډاکترانو د عریضې په تړاو خپل ځوابونه وړاندې کړي.

دغو ډاکترانو د طبي شورا د هغه حکم پر ضد اعتراض کړی چې له مخې یې باید خپلې تخصصي دورې ودروي او پاکستان پرېږدي.

هغوی د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان طبي شورا د وږې په ۱۶مه د یوه لارښود په خپرولو سره په دې هېواد کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د طبي زده‌کړو دوام منع اعلان کړ.

د دې لارښود له خپرېدو وروسته، د پاکستان په څو ایالتونو کې محکمو د لارښود پلي کېدل په مؤقتي توګه ودرول او دغه پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.