په کرونا له اخته کېدو وروسته اتلولي؛ جاپاني لامبوزن نړیوال ریکارډ مات کړ

د توکیو اسیايي لوبې

د جاپان ۱۷ کلن لامبوزن، شین اوهاشي، د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه»، د توکیو په اسیایي لوبو کې د نارینه‌وو د ۲۰۰ متره پروانې لامبو نړیوال ریکارډ مات کړ.

اوهاشي دغه واټن په ۲ دقیقو او ۴.۸۳ ثانیو کې وواهه او د چینايي لامبوزن، چین های‌یانګ پخوانی نړیوال ریکارډ یې له نیمې ثانیې څخه په ډېر توپیر مات کړ.

اوهاشي د سیالیو له پیل څو ورځې وړاندې پر «کووېډ-۱۹» اخته شوی و او شاوخوا ۳۹ درجې تبه‌یې لرله.

هغه وویل، ناروغۍ اړ کړ چې څه موده بشپړ استراحت وکړي او د ده په باور، همدې استراحت‌یې د سیالیو لپاره په چمتووالي کې مرسته وکړه.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر اساس، دا د توکیو په اسیایي لوبو کې د اوهاشي د سرو زرو دوهم مډال دی.

هغه تر دې مخکې د ۱۰۰ متره پروانې لامبو په سیالۍ کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و او د جمعې په ورځ به د درېیم سرو زرو مډال د ګټلو لپاره په ۵۰ متره سیالۍ کې برخه واخلي.

اوهاشي وویل، راتلونکی هدف‌یې د راتلونکي کال په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل او وروسته په المپیک کې اتلولي ده.

پروانه لامبو هغه ډول لامبو ده چې ورزشکار په‌کې خپل دواړه لاسونه او پښې په یو وخت، د پروانې د حرکت په څېر، په اوبو کې خوځوي.