د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل

د طالبانو حکومت پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان دغه بریدونه ( ښکاره تیری) بللی او ادعا یې کړې چې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان په کې وژل شوي دي.

خپلواکو سرچینو سملاسي پر افغانستان د پاکستان د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول خبرونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي چې دغو بریدونو ته به " د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي." او زیاته کړې ده چې پاکستاني پوځیانو ته به ناوړه پایلې ولري.

بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې افغانستان کې یې لس هغه مرکزونه ویشتلي چې په خبره یې بې پيلوټه الوتکې په کې ساتل کېدې.

تارړ ویلي، ننني بریدونه د هغو بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي چې د ادعا له مخې یې د طالبانو حکومت پرون چهارشنبه پر پاکستان توغولي دي.

د طالبانو حکومت بیا د دوی له خوا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان ( د پوځي حلقاتو) اوازه بللې ده.

له تیر نژدې یوه کال راهیسې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې خړې پړې دي او څو ځله یې د ډیورند کرښې په اوږدو او دغه راز تورخم او سپین بولدک دروازو کې یو پر بل بریدونه کړي دي.