د ۳۰ سلنه ځمکې، داخلي اوبو او سمندري سیمو د ساتنې هدف؛ نړۍ شاته پاتې شوې

ارشیف

یوه نوې څېړنه ښيي چې نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې، داخلي اوبو او سمندري سیمو د لږ تر لږه ۳۰ سلنې د ساتنې له هدفه لا هم ډېره شاته ده.

د څېړنې له مخې، اوس‌مهال شاوخوا ۲۰ سلنه وچې ځمکې او یوازې ۱۰ سلنه سمندري سیمې په رسمي ډول تر ساتنې لاندې دي.

که هېوادونه خپلې اوسنۍ ژمنې هم پوره کړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به یوازې ۲۶ سلنه وچې او ۱۲ سلنه سمندري سیمې خوندي شي.

څېړونکي وايي، یوازې د سیمو «محفوظې» اعلانول کافي نه‌دي، ځکه له اوسنیو خوندي سمندري سیمو یوازې ۳،۵ سلنه‌یې عملاً په اغېزمن ډول ساتل کېږي.

د مالي سرچینو کمښت هم د طبیعي تنوع د ساتنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل شوی دی.

په ۲۰۲۲ کال د نړۍ کابو ۲۰۰ هېوادونو «له ۳۰ تر ۳۰» په نوم د مونتریال د ژواک د تنوع له چوکاټ سره په دې هدف موافقه وکړه چې تر ۲۰۳۰ پورې به لږ تر لږه ۳۰ سلنه وچې، داخلي اوبه او ۳۰ سلنه ساحلي سیمې په اغېزمن ډول ساتل کېږي.