سپاه پاسداران ته دوو نږدې خبري اژانسونو د ایران پر بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دې کبله سخته نیوکه کړې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
«تسنیم» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ «د تلې په لومړۍ نېټه» په یوه مطلب کې چې سرلیکیې «ښاغلی عراقچي! تر دې ماشومانه او سپک استدلال به بل څه هم وي؟» و، د دې لیدنې د هدف په اړه وړاندې شوی دلیلیې رد کړی او د بهرنیو چارو له وزیر څخهیې غوښتي چې بخښنه وغواړي.
د دغه اژانس پر اساس، د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د ایران شرطونه مخکې د منځګړو له لارې امریکا ته رسول شوي و، نو ځکه د دغو شرطونو بیا رسول له امریکايي لوري سره د تماس لپاره د توجیه وړ دلیل نهشي کېدای.
«فارس» خبري اژانس هم په یوه مطلب کې چې سرلیکیې «له وېټکاف سره د لیدنې د لامل په اړه له عراقچي درې پوښتنې» و، ورته استدلال کړی او پوښتنهیې کړې، سره له دې چې د تهران شرطونه مخکې رسول شوي، له امریکا سره د بیا تماس اړتیا څه وه؟
فارس همدارنګه ادعا کړې چې له امریکايي لوري سره لیدنه ښايي د تېلو پر بازار فشار راکم کړي او په دې توګه د ډونالد ټرمپ پر حکومت اقتصادي فشار کم کړي.
دغه اژانس پوښتنه کړې چې ولې د امریکا لهخوا د ایران د شرطونو د منلو له اعلان مخکې دا تماس نیول شوی دی.
دغو دوو رسنیو وروسته له هغه نیوکې کړي چې د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون د سېشنبې په ماښام راپور ورکړ چې عراقچي «د امریکايي لوري په ټینګار» له وېټکاف سره لیدلي او د دې لیدنې هدف د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران د شرطونو رسول و.
تسنیم هماغه شپه دغه راپور بیا خپور کړی و.