د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې له افغان خاورې اته ډرونونه ورتوغول شوي

د پاکستان یوه سرحدي سیمه

د طالبانو حکومت پر پاکستان د تازه ډرون بریدونو خبرونه ناسم وبلل.
د طالبانو په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له خوا پر پاکستان کوم برید نه دی شوی.
دا وروسته له هغه چې نن سهار پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د ځینو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې لږ تر لږه اته ډرونونه له افغان خاورې د پاکستان په لور توغول شوي دي.
راډیو پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړې چې دوی څلور ډرونونه تورخم ته نږدې او څلور نور د کوهاټ په غرنیو سیمو کې ویشتي دي.

خپلواکو رسنیو تراوسه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په غبرګون کې د مناسب ځواب خبرداری ورکړی و.
په دې اړه په یوه بل تحول کې دا چې د هند د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات پر ضد بللي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تایید کړې چې د سپټمبر په ۲۱مه دوشنبه سهار وختي پر کونړ په هوايي برید کې درې افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوناما زیاته کړې چې سږ کال یې تر دې دمه د پولې له هغې غاړې د بریدونو او تاوتریخوالي په نتیجه کې د څه باندې ۱۱۰۰ افغان ملکیانو مرګژوبله مستند کړې.
خو د پاکستان چارواکو ادعا کړې چې دوی پر افغانستان باندې د دوی په ټکو دقیقو هوايي بریدونو کې ترهګر په نښه کړي.

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د تېرې دوشنبې ورځې بریدونه وروسته له هغه وشول چې د تېرې جمعې په ورځ په کوهاټ کې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې یوه برید کې ۳۱ کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.