فرانسې په اروپا کې د میتان ګاز د نویو مقرراتو د یو کال ځنډ غوښتنه وکړه

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د میتان ګاز د خپرېدو د راپور ورکولو په اړه د نویو مقرراتو پلي کېدل یو کال وځنډوي.

د روېټرز د راپور له مخې، مکرون اروپايي کمېسیون ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د انرژۍ د عرضې د محدودیتونو په شرایطو کې د دغو مقرراتو پلي کېدل واردوونکي له قانوني خطرونو سره مخ کولای شي.

هغه وړاندیز کړی چې د دغو مقرراتو پلي کېدل د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې وځنډول شي.

ټاکل شوې دغه مقررات د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې پلي شي.

په دې سره به د وارداتي تېلو او ګازو په بارونو کې د میتان ګاز د خپرېدو کچه وڅارل او تصدیق شي او پر سرغړوونکو شرکتونو به جریمه ولګول شي.

اروپايي کمېسیون ویلي چې د مکرون وړاندیز به وڅېړي.

تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې له ۱۲ څخه زیاتو غړو هېوادونو چې جرمني هم په‌کې شامل دی او د اروپا تر ټولو لوی د ګازو بازار لري، د دغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

اروپايي کمېسیون په جولای میاشت کې د ۲۰۲۹ کال تر پایه د دغو مقرراتو اړوند مالي جریمې له ځنډولو سره موافقه کړې وه، خو د مقرراتو د پلي کېدو نېټه‌یې نه‌‎وه ځنډولې.

میتان ګاز له کاربن ډای‌‌اکسایډ وروسته د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو دوهم لوی لامل بلل کېږي.