د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه

ماهان الوتکه په حدیده هوايي ډګر کې - عکس پخوانی دی

د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.

د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.