روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بېسارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.
د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټولیې د کرملېن لهخوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.
ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".