بلوچستان کې د انټرنیټ پرله پسې او پراخه پرچاوي، ځینې د کورونو پریښودو ته اړ شوي

د انټرنیټ کیبلونه، ارشیف

په بلوچستان کې د انټرنیټ پرله پسې او دوامدارې پرچاوۍ ولس، زده کوونکو او کاروباریانو ته لوی سرخوږی او ستونزې جوړې کړې دي.

د بلوچستان د یوشمېر سیمو اوسیدونکي د انټرنیت پرچاوۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او ځینو یې د خپلو سیمو پرېښودو ته ملا تړلې.

پنځه‌ویشت کلن خالد بګټي د بلوچستان په ډیره بګټي ضلع کې زېږېدلی او هلته یې لومړنۍ زده‌کړې ترسره کړې دي، خو اوس هغه د انټرنیټ شبکې د نشتوالي له امله نه شي کولای چې خپلې زده کړي جاري وساتي ځکه دی د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوی دی.

ډیره بګټي د صوبې د اوسني اعلی وزیر میر سرفراز بګټي پلرنی وطن دی، او هغه په وار وار دا ادعاوې کړې دي چې ټول بلوچستان او په ځانګړي توګه به خپله سیمه په یو ماډل ښار او سیمه بدلوي.

خو د اعلی وزیر په خپل کلي بيکړ او ډیره بګټي کې نږدې دوه کاله کېږي چې موبایل انټرنیټ بند دی، هلته يواځي په ځينو ځانګړو ځايونو کې د ځمکني "پي ټي سي ايل" شبکه کار کوي.

زه اړ شوی یم چې کویټې ته او یا کوم بل ښار ته لاړ شم
د بلوچستان اوسیدونکی خالد بګټي

هغه ازادي راډیو ته وویل:"دلته موبایل انټرنیټ خو هېڅ هم نشته، سرفراز بګټی د اعلیٰ وزیر تر ټاکل کېدو سمدلاسه وروسته د لنډ وخت لپاره د یوفون انټرنیټ فعال کړ. خو ډېر ژر هغه هم بند شو او تر نن ورکې انټرنیټ نشته او زه اړ شوی یم چې کویټې ته او یا کوم بل ښار ته لاړ شم."

د بلوچستان په ګڼو مهمو ضلعو کې له اوږدې مودې راهیسې انټرنیټي خدمتونه ځنډول شوي دي. د ناامنۍ له وروستیو پېښو وروسته په کوټه او ګڼو نورو سیمو کې په وار وار نور بندیزونه هم لګول کېږي.

د ايالت له بيلا بېلو سيمو د خبريالانو او نورو سرچينو راپورونه ښيي چې د دې ايالت په تهمپ سيمه کې له تېرو ۷ کالو راهیسې انټرنیټ یو مخ بند دی.

مستونګ له کوټې څخه یوازې په څو کلومیترۍ کې پرته ضلع ده چې له تېرو ۳ کالو څخه په کې نه موبایل انتن شته او نه هم د انټرنیټ خدمتونه.

په خضدار ولسوالۍ که له ۲ تر ۲.۵ (نیمو) کلونو راهیسې انټرنیټ بند دی.

په قلات ولسوالۍ کې ۱.۵ کاله کېږي چې انټرنيټ بند دی.

د سبی ضلع د ځايي خبريال په وينا، دا هغه سیمه ده چې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو ورځو څخه بیا تر ۲۰۲۵م کال تر اکتوبر میاشتې پورې نږدې ۱ کال انټرنیټ په کې بند پاتې شو.

د یو کال تر پوره کېدو وروسته د درېیو میاشتو لپاره فعال شوی ، خو د جنوري په ۳۱ نېټه د وسله‌والو له بریدونو وروسته بیا د درېیو میاشتو لپاره بند شو.

له هغې وروسته د ۲۵ ورځو لپاره په موقتي توګه فعال شوی، خو د سرچينو په وينا چې اوس بیا بند کړل شوی۔ همداسې په کېچ سيمه کې نږدې ۸ میاشتې کېږي چې معطل دی.

د پاکستان له انګليسي ورځپانې ډان سره کار کونکی خبريال علي رضا ازادۍ راډيو ته وويل:"د حکومتي بندیزونو څخه هېڅ داسې بدلون نه تر سترګو کېږي. په ډېری سیمو کې له کلونو راهیسې انټرنیټ بند دی او د کوټې-تفتان او کوټې-کراچۍ پر لارو به انټرنیټ نږدې بند ومومئ. خو بیا هم په دې لاریو کې هره ورځ موټرې سوځول کېږي، خلک تښتول کېږي او بریدونه کېږي، یعنې تاوتریخوالی نور هم زیاتېږي. دا ښيي چې انټرنیټ په بندولو سره هېڅ کومه ستونزه نه ده هواره شوې."

د ځايي خبریالانو په خبره، د ايالت په ځينو ښاري سيمو کې انټرنیټ نسبتاً ښه دی، خو په زياترو غرنیو سیمو کې یا خو انټرنیټ هېڅ نه شته او یا د ډېرو کمزورو سګنلونو له امله د هغه کارول تقریبا ناشونی وي.

د دې ناسم وضعیت له امله د صوبې لکونه وګړي اغېزمن شوي او د زرګونو کسانو روزګار له ګواښ سره مخ شوی دی.

له کوټې سره تړلې یوې ښځینه فری لانسرې ویلي دي چې د بلوچستان د ډېری فري لانسرانو کارونه ولاړ دي.

د هغې په خبره اوس یوازې هغه خلک کار کولی شي چې لېنډلاين یا د ځمکې لاندې انټرنیتي کیبلونه یې کارځایونو ته ورغلي وي.

د هرنايي ضلعې سره تړلي سیاسي فعال او د سکرو سوداګر عبدالوهاب کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې د انټرنیټ د نشتوالي له امله د خلکو خپلمنځي اړیکې او سوداګري په بده توګه اغیزمنه شوې ده:"د هرنايي ضلعه له زرغون غر څخه پیلېږي بیا د دې پوله د دوکي ضلعې او بیا د سبی ضلعې سره لګېږي، په دې ټوله برخه کې یوازې په هرنايي او شاورګ تحصیل کې د زونګ کمپنۍ انټرنیټ کار کوي خو په ټولې سیمې کې نه دی، دوهم دا چې دوه میاشتې وړاندې د یوفون ټاورونه د اسپین تنګي په سیمه کې [نښه شول] له هغې وروسته په ټولې ضلعې کې سګنلونه په بشپړ ډول بند دي، او د خوست په سیمه کې کوم ټاورونه چې کلونه وړاندې په چاودنو کې نړول شوي وو، تر اوسه پورې نه دي جوړ شوي."

کله چې د بلوچستان د حکومت له ویاند شاهد رند سره په ټېلیفون کې دغه پوښتنې مطرح شوې، نو هغه د پوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې لږ وروسته به بېرته زنګ ووهي، خو تر هغې وروسته یې نه زنګ وواهه او نه یې زموږ ټېلیفون ته ځواب ووایه. له دې وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړي مرستیال بابر یوسفزي رسنیو ته ویلي وو چې: "انټرنیټ د امنيتي اندېښنو له امله بند کړل شوی دی."

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په وار وار په خپلو خبري ناستو کې ویلي دي: "ترهګر له موبایل انټرنیټ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د هغو له لارې ګڼ بریدونه ترسره کوي، نو ځکه دا بند ساتل شوی دی."

له قدرتي شتمنیو ډکه خو ملک پر کچه تر ټولو لږ ابادي لرونکی بلوچستان د هېواد تر ټولو وروسته پاتې او د انټرنیټ له اسانتیاوو بې‌برخې صوبه بلل کېږي.

که څه هم په دې اړه د کومې خپلواکې ادارې نوی راپور نشته، خو د بریتانیا د یوه بنسټ (EIU) د دوه زره او شلم کال راپور کې راغلي چې د بلوچستان ۶۰ سلنه سیمې انټرنیټ نه لري.

د پاکستان د ټیلیکام واکمنۍ ادارې ( پي ټي اې ) د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، د صوبې په یو نیم سل میلیونه ابادۍ کې نږدې ۸۰ لکه د موبایل کاروونکي شتون لري چې د دې جملې له نیمایي څخه زیات خلک (درې جي او څلور جي) انټرنیټ کاروي. د ډېری خلکو لپاره د موبایل ډېټا یوازې انټرنیټ ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده. د پی‌ټي‌سي‌اېل په څېر مځکني سروسونه یوازې په لویو ښارونو او د ضلعو يا اولسواليو تر مرکزونو پورې محدود دي او په ټول بلوچستان کې د هغوی د کاروونکو شمېر شاوخوا اویا زرو ته رسېږي.

د مدني فعالانو او سياسي ګوندونو له لوري هم په بيا بيا ويل شوي چې د دې بندیزونو زيات تاوان زده‌کوونکو، سوداګرو، خبریالانو او د ټولنې هرې طبقې ته رسېدلی او له خلکو څخه د پیغام رسونې یو ارزانه او چټک لاسرسي وسیله اخیستل شوې ده.