د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان درې خویندې نیولې دي.
تحریک انصاف ګوند نن تایید کړه چې علیمه خان، عظمی خان او نورین خان د لاهور کوټ لکهپت زندان ته وړل شوې دي.
د لاهور د پولیسو کمیشنر یکشنبه د خان د خویندو د نیولو امر ورکړی او ویلي یې دي چې د نظم د ټینګښت لپاره دې دېرش ورځې په توقیف کې وساتل شي.
د عمران خان خویندې داسې وخت بندیانې شوي چې د هغه ګوند تحریک انصاف په ټول پاکستان کې راتلونکې یکشنبه د سپټپمبر ۲۷مه د لاریونو پلان نیولی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا لاریونونه ناقانونه دي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو ژوند مختل او لارې بندې کړي.