د طالبانو حکومت وایي چې پاکستاني پوځ تېره شپه د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه ( وږي ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې برید پر ملکیانو شوی او په خبره یې کونړ کې یې درې تنه وژلي او ۴ نور ټپيان کړي دي چې مېرمنې هم په کې دي.
مجاهد زیاته کړې چې په پکتیکا کې برید پر یوه کور او یوه دوکان شوی چې ځاني زیان نه لري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې بریدونه د وسله والو مخالفانو پر مشکوکو اهدافو شوي چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي دي.
ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی او سملاسي خپلواکو سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د جمعې ورځې خونړي برید لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل او لسګونه نور ټپیان کړل.