د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې له ټولو کورنیو غوښتي چې له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي او خپل ماشومان واکسین کړي. د دغه بنسټ په خبره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به په جنوبي حوزه کې د سې شنبې په ورځ پیل شي.
د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې څه کم دوه اونۍ مخکې په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۵ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې یې واکسین مخه نیولی شي.