شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی وتوغاوه

جاپان او جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د کوریا ټاپووزمې په ختیځ کې سمندر ته وتوغاوه. د جنوبي کوریا پوځ وویل چې دغه توغندي شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره واټن وواهه.

د جاپان دفاع وزارت هم ویلي چې توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر سمندر ته لوېدلی دی.

شمالي کوریا تردې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه هم څو لنډ واټنه بالستیک توغندي سمندر ته توغولي وو. د دې هیواد له خوا دغه توغندي یوه ورځ وروسته له هغه وتوغول شول چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان پنځه ورځني ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل.

شمالي کوریا په منظم ډول بالستیک توغندي او د وسلو نور سیسټمونه ازمويي. کارپوهان وايي، دغه ازموینې د پوځي وړتیاوو د لا پیاوړتیا او د ځواک د ښودلو لپاره ترسره کېږي. د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پرېکړه ‌لیکونو له مخې د بالستیک توغندیو له ازموینې منع ده.