په مسکو کې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ، د اوکراین پراخ بریدونه

چارواکي وایي چې پرمسکو د اوکراین د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو په پراخ برید کې دوه کسان وژل شوې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې روسانو د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ خپلې رایې کارولې.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پرپلازمینه دا ترټولو لوی برید وباله چې په نتیجه کې یې د مسکو په سیمه کې د چارواکو په وینا دوه کسان ووژل شول. د رویترز د راپورله مخې دوه نور کسان د اوکراین په هغه سیمه کې وژل شوي چې د روسیې ترکنټرول لاندې ده. په وژل شویو کې د ټاکنو یو چارواکی هم شامل دی. د مسکو ښاروال پرټیلیګرام لیکلي چې "دغه بې ‌ساری برید په څرګنده توګه د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پلان شوی و، خو دښمن په دې کار کې بریالی نه شو."

د چارواکو په خبره په دغه برید کې د مسکو د تېلو د تصفیې هغه مرکز هم زیانمن شوی چې تر دې مخکې هم پرې برید شوی و.

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي ویلي چې د شپې له خوا د اوکراین د لیرې واټن ویشتونکو وسلو په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د صنعت یو لوی مرکز او لوژیستیکي تاسیسات په نښه شوي و. نوموړي دا هغه مرکزونه بللي چې د ده په خبره د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړکوي.

د روسیې د پارلمان یا دوما لپاره دغه ټاکنې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پراوکراین د روسیې د پراخ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې دي چې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنی نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان شي.