ریاض ته نږدې له چاودنې وروسته امریکا د سعودي او حوثیانو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته نژدې د چاودنې له راپورونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ښايي د ریاض او د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې ترمنځ "شخړې په چټکۍ زیاتې" شي.

پرون شنبې د ریاض هوايي ډګر ته څیرمه د چاودنې غږ واوریدل شو او له سیمې لوګي پورته شول.

د سعودي چارواکو تایید کړه چې حوثي یاغیانو هڅه کړې د بالستیک توغندي په وسیله پلازمینه ریاض په نښه کړي.

حوثیانو د سږ کال په جولای کې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر کښتیو بریدونه پیل کړل.

حوثیان د یمن ګڼ میشتې سیمې په واک کې لري او په وروستیو کې يې د باب المندب تنګي ته څیرمه ساحلي ښارونه او ګڼې سیمې نیولي دي.

حوثیانو له دې وړاندې ویلي وو چې د حملو هدف یې د سعودي پوځي او د تیلو تاسیسات دي.