کارپوهان د جام منار د رغولو هڅې، د کلتوري میراث په اړه د طالبانو د "عملي"چلند نښه بولي

د افغانستان د تاریخي منار، جام د بیارغونې چارې روانې دي، چې د کارپوهانو په باور هغه د کلتوري میراثونو په اړه د طالبانو په چلند کې د هغوی د ۱۹۹۰ کلونو د واکمنۍ په پرتله د پام وړ بدلون ښيي. خو د دوی په خبره دا بدلون بیا د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو له سختو محدودیتونو سره اړخ نه لګوي.

د افغانستان د تر ټولو مشهور منار د بیارغونې چارې روانې دي چې کارپوهان دا د کلتوري میراث په اړه پردې هیواد د واکمنو طالبانو د سنجول شوې تګلارې وروستۍ نښه ګڼي. د دغو کارپوهانو په وینا دا تګلاره د ۱۹۹۰مې لسیزې له هغو مخکینیو طالبانو سره توپیر لري چې د مجسمو په ماتولو مشهور وو.

د سپټمبر په نیمایي کې د جام د منار چې د یونسکو د نړیوالو میراثونو نوملړ کې ثبت دی، د خوندي کولو لپاره د رغونې د چارو انځورونه خپاره شول. دا هغه مهال و چې یوه طالب چارواکي د افغانستان د غور ولایت په یوه لیرې پرته دره کې د ۱۲ پیړۍ اړوند له دغه دنګ منار څخه لیدنه وکړه، څو د بیارغونې چارې له نږدې وڅاري. د راپورونو له مخې د دغه منار د بیارغونې هڅې د جولای په میاشت کې پیل شوې دي.

د اغاخان د کلتوري موسسې چې له څو نورو بنسټونو سره په ګډه د دغه تاریخي ځای د بیارغونې پرچارو کارکوي، یوه ویاند د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته وویل چې په دې پروژه کې "د منار په بېخ کې د خښتو د داخلي ستنې د یوې حساسې برخې د ټینګښت بېړنۍ رغونه" شامله ده.

له خښتو جوړدغه منار چې څو ځلې د سېلابونو له امله زیانمن شوی، له ډېرې مودې راهیسې د نړېدو له خطر سره مخ و.

د تاریخي ودانیو د ساتنې بریتانوي معمار جولیان لیسلي چې د ۱۹۹۰مې لسیزې له لومړیو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي او له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یې د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې هم په دې هیواد کې کارکړی، ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد اوسني واکمنان د پخوانیو طالب واکمنانو په پرتله د کلتوري مسایلو په اړه "ډېر نړیوال لید" لري او دې ته متوجه دي چې د خپل فرهنګي میراث د ساتونکو په توګه وپېژندل شي.

نوموړی چې د میراثونو له ساتندوی، د افغانستان د کلتوري میراثونو له مشورتي سازمان سره د یوه کارپوه په توګه کارکوي، زیاته کړه چې د ده د سازمان د تجربو له مخې، "له ۲۰۲۱ کال راهیسې (د طالبانو چارواکي) تر ډېره د تاریخي اثارو د ساتنې د چارو ملاتړ کوي او زموږ په کار کې یې چې بودایي او یهودي میراثونه هم پکې شامل دي، لاسوهنه نه ده کړې."

د ۲۰۰۱ کال په فبرورۍ کې، د افغانستان لومړنیو طالب مشرانو په هېواد کې د مجسمو او غیر اسلامي زیارتونو د ویجاړولو امر وکړ. د دغه فرمان تر ټولو مشهوره پایله په بامیانو کې د بودا د مجسمو ویجاړول وو. له هغې وروسته، مخکې له دې چې طالبان له واکه وپرځول شي د کابل په موزیم کې هم زرګونه لرغونې مجسمې ماتې او ویجاړې شوې.

د امریکا په شیکاګو پوهنتون کې د لرغونپوهنې استاد ګیل سټاین چې د کابل موزیم د ویجاړو شویو مجسمو د بېرته رغولو د هڅو مشري یې کړې وه، وايي چې له کلتوري میراثونو سره د اوسنیو طالبانو چلند د دې سخت دریځې ډلې د واکمنۍ له نورو اړخونو سره څرګند توپیر لري.

ښاغلي سټاین ازادي راډیوته وویل: "لکه د افغانستان د هر څه په څېر، وضعیت پېچلی او له تناقضونو ډک دی. تر ټولو اساسي اصل دا دی چې موږ نشو کولای د طالبانو حکومت یو واحد او یو شان جوړښت وګڼو. دا یو مهم دلیل دی چې ولې د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارو (چې ډېرې سخت ‌دریځې دي) او د کلتوري میراثونو په اړه د دوی د تګلارو (چې ډېرې متفاوتې دي او د سیمې او له کابل څخه د واټن له مخې توپیر کوي) ترمنځ لوی توپیرونه شته."

طالبانو د ښځو او نجونو حقونه په جدي ډول محدود کړي دي، چې په دې کې د هغوی د کار او زده‌ کړو پر فرصتونو محدودیتونه او په عامه ځایونو کې له سر څخه تر پښو پورې د بدن د پټولو لازمي کول شامل دي.

له کلتوري میراثونو سره د طالبانو په بیانونو کې بدلون، د اوسنیو طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې پیل شوی و. د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې، یعنې کابل ته د دوی له ننوتو څو میاشتې مخکې، دې بېرته راټوکېدلې وسله ‌والې ډلې یو فرمان صادر کړ چې په کې له "ټولو مجاهدینو" غوښتل شوي وو چې "ټول تاریخي ځایونه، لکه لرغونې کلاوې، منارونه، برجونه او ورته نور ځایونه وساتي، څو له زیان، ویجاړۍ او زوال څخه خوندي پاتې شي."

ډېرو خلکو د دغه فرمان په اړه شک او تردید درلود او کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل پر لور پرمختګ کاوه، د موزیمونو ځینو ساتونکو په بېړنۍ توګه فرهنګي ارزښتونه پټو زېرمتونونو ته ولېږدول.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط لږ وروسته، د کابل موزیم بیرته پرانیستل شو اوهغه هم د طالب وسله‌ والوساتونکو ترڅارنې لاندې. له هغه وروسته د بیارغونې ګڼې پروژې هم منظورې شوې دي، چې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې یوه کنیسه هم په کې شامله ده.

ښاغلي سټاین د جام د منار د بیارغونې په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: "په ټوله کې، زما په اند د طالبانو په عمومي ایډیالوژۍ کې بدلون نه دی راغلی، خو هغوی په هغو سیمو کې چې بهرنیانو ته تر ټولو ډېرې ښکاره دي، د کلتوري میراثونو اړوند د خپلې تګلارې په عملي کولو کې ډېر عمل ‌ګرا او محتاط شوي دي."

د اغاخان بنسټ په وینا، د جام د منار د پروژې د څېړنې چارې به په ۲۰۲۷ کال کې پای ته ورسېږي او په پایله کې به یې افغان چارواکو ته هغه سپارښتنې وړاندې کړي چې د دغه تاریخي ځای د خوندي کولو لپاره د لا نورو علمي اقداماتو لپاره اړینې دي.