د کوهاټ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر۳۱ او د ټپیانو۸۴تنو ته لوړ شوی

په خیبرپښتونخوا کې یو مسوول چارواکی وايي، د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه کې ۳۱کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.

په کوهاټ کې د ۱۱۲۲ مرستندویه ادارې ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډيو د نویو شمیرو په تایید سره وویل چې اته وسله وال په وژل شویو کې شامل دي.

د هغه په ټکو،" د وروستیو معلوماتو له مخې د وژل شویو کسانو له ډلې ۲۱تنه يې پولیس دي".

بل پلو، د خیبرپښتونخوا د پولیسو ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د اتو وسله والو د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.

پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.

له چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال جومات ته ننول او له پولیسو سره يې نښته پیل کړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.

دې وزارت ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".

تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.