د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې وسله وال برید غندلی دی.
دې وزارت نن شنبه د (سنبلې۲۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
وړاندې په اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد ازادي راډیو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۰تنو وژل کیدل او د ۷۸کسانو ټپي کیدل تایید کړي دي.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.