د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي

ارشیف، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.

دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکس‌پاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.

هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".

د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.

د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.

خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.