د ترکیې د استخباراتو مشر له افغانستان وروسته پاکستان ته تللی

د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین

د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین اسلام‌اباد ته سفر کړی.

د ترکیې د دولتي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، کالین افغانستان ته له سفر وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته تللی او د دې هېواد له صدراعظم شهباز شریف، د پوځ مشر عاصم منیر او د استخباراتي ادارې مشر محمد عاصم ملک سره‌يې کتلي دي.

د انادولو د راپور له مخې، د ترکیې او پاکستان ترمنځ اړیکې او په سیمه کې امنیتي وضعیت د خبرو اترو اجنډا وه.

کالین د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سفر کړی و.

هغه په کابل او کندهار کې له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره وکتل.

ترکیې او طالب سرچینو تأیید کړې وه چې په دغو کتنو کې د امنیتي او استخباراتي همکاریو، سیمه‌ییز ثبات، د ترهګرۍ او قاچاق پر وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې شوې وې.