کاناډا ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب ورکولو په اړه د ټرمپ خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، کاناډا ته د اروپايي ټولنې اړونده غړیتوب ورکول د خندا وړ اقدام دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ وویل "که چېرته دا اقدام له امریکا سره د دښمنۍ له امله شوی وي، پر اروپايي ټولنې به لوړې تعرفې وضعه کړي".

د ټرمپ په ټکو، "خو که دا اقدام د ښه نیت له مخې شوی ورسره ستونزه نه‌لري".

اروپايي ټولنې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا وړاندیز کاناډا سره د ښو اړیکو په نیت ترسره شوی او د هېڅ هېواد خلاف نه‌دی.

د چهارشنبې په ورځ د اروپا د کمېسیون رئیسې اورزلا ون درلاین یوه طرحه وړاندې کړه چې له مخې يې په اروپايي ټولنه کې کاناډا ته د دې ټولنې اړونده غړیتوب ورکړل شي.

د دې وړاندیز پلي کېدل د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تأیید ته اړتیا لري.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني له امریکا سره د اړیکو له ترینګتیا وروسته هڅه کوي له اروپايي ټولنې سره خپلې اړیکې پراخه کړي.