د کابل د هوايي ډګر د خونړۍ حملې په تړاو نیول شوی افغان تبعه محمد شریف الله په ۲۰ کلونو بند محکوم شو

محمد شریف الله ۲۰۲۵ کال مارچ کې امریکا ته انتقال شو

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف الله په شلو کلونو بند محکوم شو.

محمد شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د ابې دروازې د خونړۍ بمي چاودنې په تړاو نیول شوی.

دی امریکا ته انتقال او هلته یې د محاکمې پروسه روانه وه.

په شلو کلونو حبس باندې د هغه د محکومېدو پرېکړه پرون محکمې کړې او د امریکا عدلیې وزارت یې په اړه اعلامیه خپره کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې د ملي امنیت په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال جان اې. ایزنبرګ په حواله راغلي چې: «شریف الله نږدې یوه لسیزه د ترهګرۍ د یوې وحشتناکې لړۍ په مرکز کې تېره کړه؛ هغه په ټوله نړۍ کې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره مهم ملاتړ چمتو کاوه او په پای کې یې د 'ابي ګېټ' (Abbey Gate) په پېښه کې د امریکا د پوځ د ۱۳ سرتېرو او لسګونو نورو کسانو په وژنه کې همکاري وکړه.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې کانګرس ته د داعش خراسان ډلې د دغه غړي د نیولو اعلان کاوه هغه یې د ابې ګېټ د بمي برید یو طراح یاد کړ.