د امریکا د استازو جرګې پرون پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو او د ایران د بندیزونو د تمدید طرحه تصویب کړه.
دا طرحه د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول شوې ده.
په دغو بندیزونو کې یو شمېر روسي چارواکي، بانکونه او بنسټونه، او همدارنګه هغه بهرني اشخاص او شرکتونه شامل دي چې د دغه هېواد د دفاعي سکتور ملاتړ کوي.
د استازو جرګې همدارنګه پر ایران لګول شوي بندیزونه تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول.
پر ایران بندیزونه د "ایران د بندیزونو د قانون" له مخې وغځول شول؛ دغه بندیزونه د ایران د انرژۍ سکتور په نښه کوي او پر هغو بهرنیو شرکتونو او اشخاصو د بندیزونو د لګولو اجازه ورکوي چې د ایران د تېلو او ګازو له صنعت سره په پانګونو او راکړو ورکړو کې ښکېل وي.