لسګونو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي د ښځو په حقونو بندیزونه لرې کړي

افغان ښځې د مظاهرې پر مهال - عکس پخوانی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې ۴۳ هېوادونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې سمدستي د افغان ښځو او نجونو په حقونو باندې ټول بندیزونه لرې کړي.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې تېر ماښام راغلي چې: « موږ د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ دوامداره او سیستماتیک تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو غندو»

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ژروم بونافون د اعلامیې د لوستلو پر مهال وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې د جنسیت په اساس تبعیض ته مخه کړې او عملاً یې زده کړو، صحي خدماتو او کار ته د ښځو او نجونو لاسرسی تر ډېره محدود کړی.

دا ګډه اعلامیه په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د استازولۍ له خوا ترتیب او د اکثرو اروپايي هېوادونو، اسټرالیا، بریټانیا، کاناډا،جاپان، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو له خوا خوا لاسلیک شوې ده.

تېر ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وشو او پکې د یوناما مرستیالې جورجیت ګانیون هم وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې نه دي ځواب کړي.