د طالبانو چارواکو او د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو ویلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د «وږې په ۲۵مه» له لوړپوړو طالب چارواکو سره د امنیتي خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.
دا د هغه یو نادر سفر بلل کېږي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، کالین د دې سفر پر مهال په کابل کې له خپل افغان سیال، د طالبانو د حکومت د استخباراتو له عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره کتلي دي.
د راپور له مخې، هغه د طالبانو د حکومت له یو شمېر مهمو څېرو، د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د دغو خبرو اصلي محور د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استخباراتي همکاریو پر پراختیا راڅرخېده.
انادولو زیاته کړې چې ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی، هغه ولایت چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د اوسېدو ځای دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
قطر او ترکیه له کلونو راهیسې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د اصلي پلونو په توګه رول لوبوي، خو تر اوسه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.