ایران ته په لار د مړو شویو نجونو ورور وايي خویندې او میره یې له ناچارۍ د ایران دا خطرناکه سفر پیل کړی و

د ایران په سرحد کې د تندې له لاسه دوه مړې شوې افغان نجونې

له ایرانه یوه افغان کډوال نظام همت خیل ازادي راډیو ته تایید کړه چې څلور خویندې او میره یې په لار کې د تندې او لوږې له لاسه مړې شوي.

دغه کډوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل:

زه د دغو پنځو کسانو یوه مې میره وه او څلور مې خویندې وې. دغه د مشکیل او د مک سوخته. مشکیل د پاکستان کېږي او مک سوخته د ایران کېږي په دغه مرز کې هلاکه شوي وو د تندې له وجې دا خلک تلف شوي و. دا کسان ما شخصاً خپل راټول کړي
افغان کډوال نظام همت خیل

دی د خپلو خویندو د مړو د پیدا کولو او د هغوی د عمرونو په اړه وایی:

«د ما کور په ایران کې دی. زه خپله د ایران اقامت لرم. کله چې زه خبر شوم او دغې ساحې ته مې ځان ورساوه. دا پنځه کسان زما مور او خور له شپږ کلنې نیولې تر ۴۵ کلنې پورې دي. یعنې شپږ کلنه، اته کلنه، څوارلس کلنه، پنځلس کلنه مې خویندې او ۴۵ کلنه مې میره وه. او بل هلته نورې جنازې هم پرتې وې. دا نور چې تنها همدا مړي وو. تقریباً پنځه شپږ (نورې جنازې) ما په خپله ولیدلې»

نظام وايي چې کورنۍ یې کال مخکې افغانستان ته تللې وه خو هلته ورسره مرستې ونه شوې او د کار نشتوالي او ستونزو اړ کړې چې بېرته د ایران په لور سفر وکړي.

موږ تقریباً یو کال مخکې له ایرانه لاړو افغانستان ته. هلته دا یو کال کې مو چې څه شته و هغه مو ټولې خلاصې کړې. نور د ګوزارې او د کار هېڅ شی نه و. نو دا خلک مجبوره شول چې بېرته راشي ایران چې هلته یې ګوزاره وشي نور هلته چاره نه کېدله
نظام همت خیل چې خویندې او میره یې مړې شوي


د ایران او افغانستان له ګډې پولې اوښتل د ګڼو افغانانو لپاره مرګونی تمام شوی دی.

دا خلک چې اکثر له اسنادو پرته په غیر قانوني لارو ایران ته د تلو هڅې کوي که د ایراني پوله ساتو له ګزمو بچ هم شي د لارو اوږدوالی، دښتې او غرنیزې سیمې یو لوی خطر دی چې د دوی ژوند ګواښي.

د ایران او افغانستان سرحدي سیمه

په ایران کې د طالبانو د حکومت یوې ډیپلوماتیکې سرچینې هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې یوه مور او څلور لوڼې یې چې د بغلان ولایت اوسېدونکې وې، د جمعې په ورځ ایران ته په لار د سختې لوږې او تندې په خاطر مړې شوې دي.

د سرچینې په خبره، دوه نورې ښځې هم چې د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکې وې د دوشنبې په ورځ‌یې ایران ته په لار د لوږې او تندې په خاطر ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان د مړو شویو ښځو یوه بل خپلوان او کلیوال هم ازادي راډیو ته وویل:

«په دغه مرز چې راغلي وو په لار کې یې ځان سره اوبه نه وې اخیستې. بس د الله پاک کارونه دي. دغه یوه ښځه او څلور لورګانې یې له تندې شهیدانې شوې دي. هغه زوی یې هم بې حاله وو. یوې منطقې ته یې ځان رسولی وو. ښځې یې خوشې کړې وې. همغو خلکو سراوان ته را انتقال کړی و. هغه اوس شکر ښه دی.»

تېره یکشنبه د سپټمبر دیارلسمه د وږي ۲۲مه د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال چې ښځې، نارینه او ماشومان په‌کې شامل وو، د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه د سراوان ښار د روتک سیمې په «مک‌سوخته» کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

خو په ایران کې د طالبانو د حکومت ډیپلوماتیکې سرچینې د «حال‌وش» له‌خوا ورکړل شوی شمېر رد کړ.

«حال وش» راپور ورکړی چې ځینې مړي د خاش سیمې سړې خونې ته انتقال شوي او ځینې نور بیا خاورو ته سپارل شوي.

دغه سازمان د یادې پېښې اړوند ځینې ویډیوګانې چې ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خپرې کړي او ښيي چې د سیمې خلک د مړو لپاره قبرونه کیندي.

په یوه بله ویډیو کې هم کلیوال کسان یوه جومات کې د یوه ملا وعظ ته غوږ دي چې په پښتو غږیږي.

په جرمني کې مېشت د افغان کډوالو د حقونو یو فعال صفت الله زاهدي وایي چې اکثر خلک له مجبورۍ د قاچاقي لارو خطرونه په سر مني او داسې سفر ته زړه ښه کوي.

اکثریت وختونه په قاچاقي لارو تګ راتګ د انسان د مرګ خطر رامنځته کوي. بل کورنۍ او ټولنیز فشار دی چې ځینې کسان د کورنۍ او اقتصادي فشار اړتیاوو له امله له خطر سره سفر کوي.
د کډوالو د حقونو فعال صفت الله زاهدي

ښاغلی زاهدي زیاتوي: «دوی د خپلې راتلونکې لپاره فکر کوي. دوی داسې فکر کوي چې که ایران ته ورسیږي لږ تر لږه د کار او عاید یو فرصت به پیدا کړي او دوی به وکولای شي خپلې کورنۍ ته ښې پیسې وګټي او ښه ژوند به برابر کړی. په حقیقت کې ډیری کسان په دې کار سره د مرګ لاره انتخابوي. د دې سره تر څنګ نه پوهیږي چې په غیر قانوني لارو تګ راتګ د مرګ لوري ته بیایي»

د ایران په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

له دې مخکې هم یو شمېر افغانان چې د قاچاقي لارو له لارې ایران ته د تلو هڅه‌یې کړې، د تندې، لارې ورکېدو او یا هم د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.

تېر جولای میاشت کې هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ افغانانو مړي وموندل شول.

د راپورونو له مخې، دغه کسان له قاچاقي لارو ایران ته روان وو او په دښته کې ورک شوي وو.

ایران د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.