د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ په زیاتو شویو نښتو کې نوې ادعاوې

په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتو زوراخیستی، مصر او متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ ادعا وکړه چې د مأرب ولایت په سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان یوه "اېف-۱۵" جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. خوسعودي د دې خبر ترخپریدو پورې دغه ادعا نده تایید کړې.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر سعودي عربستان تور ولګاوه چې په وروستیو ورځو کې یې د یمن په بېلابېلو سیمو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوه چې د سعوي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړچې د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه چې د مکې ښاریې په نښه کړی و، هوایي حریم ته یې له ننوتو مخکې له منځه یوړه. حوثیانو په بریدونو کې د مکې او نورو سپیڅلو ځایونو د په نښه کولو ادعاوې ردکړي دي.