د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.