د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.
د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.