د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.