اوچا: له پاکستانه نوي راستانه شوي افغانان سختو شرایطو کې ژوند کوي

ارشیف، له پاکستانه د یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو د اوسېدو ځای

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له پاکستانه نوي راستانه شوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویان باید د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي.

په هغې وېډیو کې چې د اوچا د دفتر مشرې امي مارټین د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له یو شمېر مېشت شویو څخه د خپلې کتنې په اړه د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې خپره کړې وایي چې دغه راستانه شوي د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په سخت وضعیت کې دي.

د هغې په خبره دوی ځمکې ته لاسرسی نه‌لري، اسناد نه‌لري چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او نه هم کاري فرصتونو ته لاسرسی لري.

نوموړې له مرستندویانو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې چې ورته څو میاشتې پاتې دي د دغو زیانګالو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې مرستې وکړي.

اوچا د دوشنبې په ورځ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون زیات کسان له پاکستانه د تورخم پر دروازه راوښتي چې ۴۰ سلنه‌یې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.