د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې

د طبي څانګو افغان محصلین

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.

د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.

د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.