د ایران سراوان ته نږدې ۱۷ افغان کډوال د تندې او ګرمۍ له لاسه مړه شوي

سراوان سرحدي سیمه

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حال‌وش" (Haalvash) ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ افغانان سراوان ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې د زیاتې تندې له لاسه مړه شوي.

دغه سازمان په یوه بیان کې یکشنبه ویلي چې دا پېښه د وږي په ۱۹مه تېره پنجشنبه شوې او د دغو خلکو جسدونه د خاش سیمې سردخانې ته لیږدول شوي.

په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالب او ایراني چارواکو لا د دې پېښې په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه په دې اړه خپرې شوې ویډیوګانې نه شي تاییدولی.

د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې اکثر افغان کډوال په قاچاقي او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې کله ناکله له داسې مرګونو پېښو سره مخ کېږي.

تېره جولای میاشت هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ هغو افغانانو مړي وموندل شول چې ایران ته په قاچاقي لارو تلل او په دښته کې ورک شوي وو.