په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د وینې هدیه کوونکو بانک خلکو ته انلاین خدمات وړاندي کوي

د وینې انلاین بانک

د بلوچستان د کوټې د یوه ځوان په نوښت جوړ شوي  ویب سایټ او اپلیکیشن د افغانستان او خیبرپښتونخوا ناروغانو ته د وینې اخیستلو چاره اسانه کړې ده. زرګونه کسان په دغه سیستم کې ثبت شوي او له چوپړونو یې ګټه اخلي.

له افغانستانه، خیبر پښتونخوا او بهر کې مېشت یو شمېر افغان ځوانانو د افغان ويني بانک په نوم یو انلاین سیستم جوړ کړی چې موخه یې د وینې اړتیا لرونکو ناروغانو او د وینې ورکولو ته چمتو کسانو ترمنځ اړیکه جوړول دي.

د دې سیستم له لارې خلک کولای شي د وېب‌سایټ او موبایل اپلېکېشن په مرسته د خپل ناروغ لپاره د اړتیا وړ وینې ګروپ پیدا کړي او له ثبت شوو وینه ورکوونکو سره اړیکه ونیسي.

د افغان وینې بانک د وېب‌سایټ او اپلېکېشن جوړوونکی واسع وصال، چې د کوزې پښتونخوا د کوټې اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروژې لومړنۍ مرحله کې یې د وینې بانک لپاره وېب‌سایټ جوړ کړ او اوس یې د موبایل اپلېکېشن هم د ازموینې په بڼه چمتو کړی دی.

د هغه په خبره، 6100 کسان په دې سیستم کې فعال ثبت شوي دي او تمه لري چې د اپلېکېشن له فعالېدو سره به د ثبت شویو وینه ورکوونکو شمېر لا زیات شي.

هغه وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "دوو میاشتو د ننه کې د دې وېب‌سایټ لومړۍ بڼه ده چې موږ خپره کړه او خلکو ته مو وړاندې کړه. په لومړي سر کې شیان ډېر ساده وو. مطلب، یو سړی به راتلو، ځان به یې د وینې ورکوونکي په توګه ثبتاوه، او یو به راتلو، د وینې غوښتنه به یې کوله، نو خپل د وینې ضرورت به یې د وېب‌سایټ له لارې پوره کاوه.بیا څرنګه چې موږ ته په وخت سره مناسب فیډبک د ولس له لوري راکړل شو، نو د هغه فیډبک پر اساس بیا موږ وېب‌سایټ ته د استازو یو بخش هم ور اضافه کړ. د استازو کار دا دی چې خلک په افلاین توګه ثبت کړي او وروسته یې وېب‌سایټ ته اضافه کړي."

په دغې هڅه کې د وصال بل ملګری سمون شریفي دی چې دا مهال د همدې انلان وینې بانک مشري ور له غاړې ده.

سمون شریفي ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې پروژې د جوړولو فکر هغه مهال ورسره پیدا شو چې بهرني هېواد ته تللی و.

د نوموړي په وینا، هلته یې ولیدل چې ټکنالوژي د روغتیا په برخه کې د خلکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او همدا تجربه یې وهڅوله چې د افغانستان لپاره هم د ټکنالوژۍ له لارې داسې یو سیستم جوړ کړي چې د وینې اړتیا لرونکو خلکو مرسته وکړي.

شریفي وايي، په افغانستان کې د وینې د بانکونو کمښت او د بیړنیو حالاتو پر مهال د وینې موندل د ډېرو کورنیو لپاره یوه جدي ستونزه ده.: "که چېرته موږ فزیکي ډول یو د وینې بانک ولرو، هغه شاید په زرګونو ډالر د میاشتې مصرف ولري. اما دا پروسه ټول کال هم دومره مصرف نه لري، دومره لګښت نه لري. او زه فکر کوم دا د افغانستان کې د ناروغانو د وینې موندلو ستونزه ډېره را کمولای شي. البته ځینو ساحاتو کې به ګرانو نه وي چې هلته انټرنېټ یا نشته، او همدا ډول که چېرته دا هم کار نه کړي زموږ ځایي استازي چې کوم دي، نېټورک چې ده، هغه دا کومک وکړای شي."

په افغانستان کښي د ویني د یوه بانک کوردیناتور ذبيح الله شفق وايي په افغانستان کې لویه ستونزه دا ده چې لا هم د انټرنېټ اسانتیاوې په ټولو سیمو کې یو ډول نه دي.

د ده په خبره له همدې امله غواړي په دویم پړاو کې داسې سیستم هم رامنځته کړي چې د انټرنېټ له نشتوالي سره سره خلک ترې ګټه واخلي.

د هغه په وینا، په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې انټرنېټ کمزوری یا نه وي، دوی غواړي د ولسوالۍ په کچه استازي وټاکي، څو د وینه ورکوونکو او وینې ته اړتیا لرونکو کسانو ترمنځ اړیکه جوړه کړي: "د شه مرغه څه تر سل زیات کسان موږ د دغه سېسټم له لارې سره وصل کړي دي. زموږ هدف هم په ټوله کې دادی چې وینه ورکوونکي اشخاص یا ډونران، د هغو کسانو سره چې وینې ته اړتیا لري، یا وینه اخیستونکي یا ناروغانو، له هغو سره یې ونښلوو. تر سل ډېر کسان موږ ژغورلي دي، یو د بل سره مو وصل کړي دي او هغه ورغلي دي، وینه یې ورکړې ده. په دغه برخه کې لا هم لګیا یو هڅه کوو او دغه هڅه مو په دې خاطر هم له تود هرکلي سره مخ ده چې په ډېرې اسانۍ سره موږ دغه ستونزه له منځه وړې ده چې په بېړنیو حالاتو کې به مخکې وینه نه پیدا کېدله یا به زموږ هېوادوال پر مرستونونو ګرځېدل یا به یې په ټولنیزو رسنیو کې اعلانونه کول."

یو ناروغ بخت‌زاده ، وايي چې په افغانستان کې د وینې د بانکونو د کموالي له امله یې د خپل ناروغ لپاره د وینې پیدا کول ورته ستونزمن وو.

د هغه خوشاله دی چې د افغان وینې بانک له وېب‌سایټ څخه یې د اړتیا وړ وینه په نسبتاً لنډ وخت کې پیدا کړه او له همدې امله د دې نوښت په اړه خوشبین دی.

بخت‌زاده وايي مخکې به چې د دوی ناروغ ته وینه پکار شوه، ډېر به یې خلک لټول او نه به پوهېدو چې له کومه ځایه یې پیدا کړي. ده ازادي راډيو ته وړاندې وویل د دې وېب‌سایټ له لارې مو په لږ وخت کې د اړتیا وړ وینه پیدا کړه. "زه خپله ډېر د خوشحالۍ احساس کوم. د دغه اپلېکېشن له لارې ما خپله ډېر په اسانۍ سره وینه ترلاسه کړه. ما هغه اپلېکېشن خلاص کړ، د ورور نمبر مې راواخیست. کله چې مې زنګ ورته وواهه، نو هغه سمدلاسه شفاخانې ته راغی او موږ ډېرې په اسانۍ سره، ډېر ژر وینه ترلاسه کړه. باور دې وسه، دومره په اسانۍ مې پیدا کړه چې اندازې یې نه کېږي. نو ډېر د خوشحالۍ ځای و او ډېر خوشحاله وم."

د افغان وینې بانک د جوړوونکو په وینا، دا یوه غیرتجارتي او د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره جوړه شوې هڅه ده چې غواړي د وینې ورکولو فرهنګ پیاوړی او د بیړنیو ناروغانو لپاره د وینې موندلو وخت کم کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې ګڼې ستونزې شته، د دې ځوانانو هڅه ښيي چې ټکنالوژي کولای شي لږ تر لږه د وینې د موندلو په څېر یوه مهمه ستونزه کې د خلکو ترمنځ د اړیکې جوړولو لپاره نوې لار پرانیزي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبليو ايچ او هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې د رضاکارانه وینه ورکوونکو شمېر باید زیات شي.

د ۲۰۲۶ کال د راپورونو له مخې، د افغانستان د مرکزي وینې بانک مشر ویلي چې د هېواد له مرکزي، سیمه‌ییزو او ولایتي وینې بانکونو څخه هر کال شاوخوا ۲۵۰ زره سي سي وینه راټولېږي او د اړتیا پر مهال ناروغانو ته ورکول کېږي.