د اوکراین چارواکي پرزاپوریژیا او ادیسه سیمو د روسیې په تازه بریدونو کې د لږترلږه دوو کسانو د وژل کیدو او ۱۷ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.
د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې په دغو بریدونو کې چې د شنبې په شپه یې ترسره کړي، له ۱۲۹ ډرونونو او یو شمېر بالستیک او کروز توغندویو کاراخیستی. د دغه ځواک په خبره د روسیې ۱۱۰ بریدونه یې شنډ کړي دي. چارواکو همدارنګه ویلي چې د روسیې بریدونه د دې هیواد په ۲۰ سیمو کې ثبت شوي او اودیسه یې ترټولو ډېره زیانمنه کړې ده. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د روسیې په ورته بریدونو کې په زاپوریژیا او د اوکراین په نورو برخو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.