د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د بریکس هېوادونو ګډه اعلامیه

د چین، روسیې، ایران او هند په ګډون د بریکس ۱۱ غړو هېوادونو په منځني ختیځ د کړکېچ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او کړکیچ کې له ښکیلو هیوادونو یې د زیات زغم غوښتنه کړې ده.

په نوي ډیلي کې د بریکس د مشرانو د سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې غوښتنه شوې چې ټولې خواوې دې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې خرابولی شي.

بریکس پر ملکي او اټومي تاسیساتو بریدونه هم غندلي او ټینګار شوی چې د اټومي تاسیساتو خوندیتوب او امنیت باید ان د شخړو پر مهال هم خوندي پاتې شي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ چې په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته سفرکړی او هغه دې هیواد ته په اوو کلونو کې د نوموړي لومړی سفربلل کیږي، ویلي چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون نه لري.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د شنبې په ورځ پیل شوې، د هند صدراعظم نریندرا مودي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید آل نهیان او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ګډون کړی. تمه کیږي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

بریکس په ۲۰۰۹ کال کې د مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو له خوا جوړ شوی چې هدف یې په نړیوالو بنسټونو کې د لوېدیځ تر واک لاندې جوړښتونو پر وړاندې د دغو هېوادونو د نفوذ زیاتول دي.