د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزې لوبو لړۍ د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ په نوي ډیلي کې پیلیږي.
د افغانستان په کوربه توب د دې لړۍ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمې بجې د نوي ډیلي په راون جیټلي لوبغالي کې پیلیږي.
دواړو لوبډلو ویلي چې دغو لوبو ته یې ښه تیاری نیولی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د لومړنۍ لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روانې سپټمبرمیاشتې په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.
افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.