د بښنې نړیوال سازمان، له پاکستاني چارواکو په هغه هیواد کې د رسنیو د دوو بې درکه شویو افغان فعالانو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د هغو دوو افغان رسنیزو فعالانو په اړه سمدستي څیړنه وکړي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په هغه هیواد کې بې درکه شوي دي. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د جمعې ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغان خبریال سید قاسم هاشمي او عکاس او فلم جوړونکی حامد احساس چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تښتیدلي وو، د جولای له ۴ له اسلام آباده بې درکه شوي دي. د امنیستي انټرنشنل په وینا له هغې راهیسې یې کورنۍ ندي توانیدلي چې ورسره اړیکه ټینګه کړي او د پولیسو چارواکو هم له دې ډډه کړې چې د هغوی د بې درکه کیدو دوسیه ثبت کړي. د بشري حقونو دې ډلې اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي هغوی د جبري ورکیدنې یا خپل سرې توقیف ښکارشوي وي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي دغه قضیه وڅیړي، د هغوی برخلیک او ځای معلوم کړي او د کورنیو پوښتنو ته یې ځواب ووایي.